Listen to BBC’s interview with Dr. Fakirchand Chandihok
د افغان هندوانو او سکانو د حقونو فعالان وايي په دغه هېواد کې د دوی بنسټيز بشري حقونو ته پام نه کيږي.
د افغان هندوانو او سکانو د حقونو فعال او د بشري حقونو د دفاع نړېوالې ټولنې (Global Human Rights Defence) غړی فقیر چند چندیهوک وايي افغان هندوان او سکان ځينې وختونه اړ کيږي چې د خپل مړي د سوځولو لپاره د افغانستان نورو ولایتونو او ان پېښور ته ولېږدوي.
دی زیاتوي د دوی ماشومان اوس هم له زده کړې بې برخې دي. ښاغلی چندیهوک د بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په مرکه کې د افغان هندوانو پر ستونزو غږيږي.